د قرارداد ورکړې خبرتیا
د قرارداد ورکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درېڅلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ا،م،ا رتي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت په پام کې لري د DAP کیمیاوي سرې قرارداد له وسیم قهار تجارتي شرکت سره، چې د (۲۰۳۸-۰۶۰۱) ګڼې جواز لرونکی او د جلالاباد ښار، دویمې ناحیې، حاجي محمود مارکېټ کې موقعیت لري، ترسره کړي.
د قرارداد لومړنۍ بیه (۱۲,۹۵۶,۸۸۱) افغانۍ (دولس میلیونه، نهه سوه شپږپنځوس زره، اته سوه یو اتیا افغانۍ) ده.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکې په صورت کې کولای شي د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې، خپله نیوکه د دلیلونو په ذکر کولو سره، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه د ياد شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته، چې د کابل–جلالاباد پر عمومي سړک، سرخرود دوهسرکه کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک په معنا نه ده، او تر هغو چې پورته یاده شوې موده او د تدارکاتو قانون اړوند راتلونکي پړاوونه بشپړ نه شي، تړون به نه لاسلیکېږي.
