د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کارکوونکو څخه د دوهمې ربعې عقیدوي او تربیوي ازموینه واخیستل شوه.

gharibmal_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۳:۳۷
۸

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کارکوونکو څخه د دوهمې ربعې عقیدوي او تربیوي ازموینه واخیستل شوه.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رياست مقام داخل کې د کارکوونکو څخه د دوهمې ربعې عقیدوي او تربیوي ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه د یاد ا شرکت ددعوت او ارشاد مسؤل او عمومي مدیر حاجي صاحب تاشي ګل په مشرۍ، د ریاست مقام جومات امام قاري صاحب عصمت الله، امر صاحب روح الله، قاري صاحب راز محمد او یو شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې واخستل شوه.

د دعوت او ارشاد مسؤل حاجي صاحب تاشي ګل وویل، د شرکت کارکوونکو ته د «امر بالمعروف» درسي نصاب وړاندې او تدریس شوی، چې له مخې یې د دوهمې رُبعې ازموینه ترې نن واخیستل شوه.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې ده چې د مهال وېش له مخې به د شرکت د ټولو امریتونو او کارکوونکو څخه ورته ازموینې واخیستل شي.

د معلوماتو له مخې، د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت له لوري هره ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د شرکت په جومات کې کارکوونکو ته د «امر بالمعروف»، «نهي عن المنکر» او نورو دیني موضوعاتو په اړه تدریسي پروګرامونه هم وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS