د ننګرهار ميخانيکي انسټيټوت ۱۵ تنو زده‌کړيالانو ته د عملي زده‌کړو زمينه برابره شوه

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۴۱
8

د ننګرهار ميخانيکي انسټيټوت ۱۵ تنو زده‌کړيالانو ته د عملي زده‌کړو زمينه برابره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت له لوري د ننګرهار ميخانيکي انسټيټوت د برېښنا قوې څانګې ۱۵ تنو زده‌کړيالانو ته د عملي زده‌کړو زمينه برابره شوه.

دغه پروګرام د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم «محمدي»، د کرنيزو او تخنيکي چارو رئیس انجنير حکمت الله معروف او د اوبو لګولو، تخنيکي ساتنې او څارنې امرانجنیرمحمد صادق زهیر په لارښوونه ترسره شو.

په ياد عملي بهير کې زده‌کړيالانو ته د سولر پارک، بېلابېلو برېښنايي سيستمونو، د ۱.۲ مېګاواټه لمريزې برېښنا شبکې، واټرپمپونو او نورو تخنيکي برخو اړوند عملي او مسلکي معلومات وړاندې شول.

دغه تخنيکي معلومات د ننګرهار وادي کرنيز ا.م.ارتي شرکت د برېښنا او تخنيک عمومي مدير انجنير اعجازالحق اخندزاده له لوري زده‌کړيالانو ته تشريح او عملي وښودل شول.

د نظر خاوندان وايي، دا ډول عملي پروګرامونه د زده‌کړيالانو د علمي پوهې او عملي وړتياوو په لوړولو کې مهم رول لري او کولای شي د راتلونکو مسلکي کادرونو د روزنې لپاره اغېزمن ګام ثابت شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS