د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اړوند د ۱۴۰۵ کال د غنمو بوسو د خرڅلاو مزايده په شفافه او رڼه توګه ترسره شوه .

gharibmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۲:۷
۴

د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اړوند د ۱۴۰۵ کال د غنمو بوسو د خرڅلاو مزايده په شفافه او رڼه توګه ترسره شوه .

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د ۱۴۰۵ کال څلورګونو فارمونو د غنمو بوسو د خرڅلاو مزايده د ياد امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رئيس محترم مولوي نعمت الله «سالک » ، د مالي او اداري چارو رئیس محترم محمداجان « راشد » ، د کرنيزو او تخنيکي چارو رئیس محترم انجنیر حکمت الله «معروف» ، ټاکل شوو هيتانو او نورو مسوولينو په حضور کې د ټاکل شوې کړنلارې له مخې په شفافه او رڼه فضا کې ترسره شوه، چې پکې ګڼو داوطلبانو ګډون کړی و.

د هډې عمومي فارم اړوند د عبدالخېلو بلاک د ۳۹۰ جريبه ځمکې بوسو مزايده کې ښاغلی شمس الرحمن، چې په لومړنۍ دواطلبۍ کې يې يو من بوس په ۲۷ افغانۍ ګټلی و، د مزايدې وروستۍ پروسه کې يې په ۳۴ افغانۍ يو من بوس ګټونکی اعلان شو.

همداراز د درېيم فارم اړوند د ۴۹۲ جريبه ځمکې بوسو مزايده کې ښاغلی موسم خان، چې په لومړنۍ دواطلبۍ کې يې يو من بوس په ۲۸ افغانۍ ګټلی و، د مزايدې په وروستۍ مرحله کې په ۳۰ افغانۍ يو من بوس ګټونکی اعلان شو.

د څلورم فارم اړوند د ۲۴۰ جريبه ځمکې بوسو مزايده کې ښاغلی عرفان الله، چې په لومړنۍ دواطلبۍ کې يې يو من بوس په ۲۶ افغانۍ ګټلی و، د مزايدې په وروستۍ پروسه کې په ۲۷ افغانۍ يو من بوس ګټونکی وپېژندل شو.

همدارنګه د دويم فارم آمريت اړوند د ۳۹۵ جريبه ځمکې د بوسو مزايده کې نظيف آفرا شرکت، چې په لومړنۍ دواطلبۍ کې يې يو من بوس په ۲۷.۵ افغانۍ ګټلی و، د مزايدې په وروستۍ مرحله کې هم په ۲۸ افغانۍ يو من بوس ګټونکی اعلان شو.

د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت مسئولين وايي، هڅه کوي چې ټولې مزايدې او اقتصادي چارې د روڼتيا، شفافيت او سالم رقابت له اصلونو سره سمې ترسره شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS