دننګرهار ميخانيکي انستيتوت ۴۰ تنو زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شوه.
دننګرهار ميخانيکي انستيتوت ۴۰ تنو زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شوه.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سیدمحمد نعیم «محمدي» او د کرنیزواوتخنیکي چارورئیس انجنیر حکمت الله معروف په لارښوونه، د ننګرهار ميخانيکي انستيتوت ۴۰ تنو زده کړیالانو ته د درېيو استادانو په ملتيا څلور ورځنی علمي سفر او د عملي زده کړو زمینه برابره شوه.
په دې بهير کې محصلينو ته د سولر پارک، بېلابېلو سیستمونو، لومړی او دوهم واټرپمپونو د تخنيکي او عملي چارو په اړه عملي زده کړې او معلومات وړاندې شول ، دغه معلومات د لمریزې برېښنا پروژې انجنیر اعجازالحق او ددغې پروژې فني مامور انجنیر موسی له لوري ورکړل شو .
د نظر د خاوندانو په اند، دا ډول پروګرامونه د زده کړیالانو د علمي او عملي کچې لوړولو لپاره مهم دي.
