د ځانګړي تخفیف اعلان

gharibmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۲۱
۵

د ځانګړي تخفیف اعلان

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت په وړانديز او د امارتي شرکتونو لوی رياست په خاصې لورينې سره د کورني تولیداتو د ودې، د هېوادوالو د هوساینې او د ځانګړې پاملرنې د لړۍ په دوام او د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې د زيتون تېلو او زیتون اچارو لپاره ځانګړی او د پام وړ تخفیف اعلان کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې د زیتون تېلو او زیتون اچارو بیې د پخوا په پرتله په څرګند ډول راټیټې شوې دي څو هېوادوال وکولای شي دغه خالص، طبیعي او لوړ کیفیت لرونکي محصولات په مناسبه او ارزانه بیه ترلاسه او وکاروي.

دا اقدام د امارتي شرکتونو لوی ریاست د رهبرۍ د ژمنتیا، مهربانۍ او دوامداره هڅو څرګندونه کوي، چې موخه یې د هېوادوالو د هوساینې تأمین، د کورني تولید ملاتړ او د افغاني باکیفیته محصولاتو ترویج دی.

له ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کېږي چې له دې ارزښتناک فرصت څخه ګټه پورته کړي او د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت خالص، معیاري او لوړ کیفیت لرونکي محصولات په مناسب قیمت ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS