ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت – هډې فارم درېيم بلاک کې زیتونو باغونه په ښه او مناسبه وده کې دي .
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت – هډې فارم درېيم بلاک کې زیتونو باغونه په ښه او مناسبه وده کې دي .
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم «محمدي» دځانګړې پاملرنې له امله هډې فارم درېيم بلاک کې زیتونو باغونه دا مهال په ښه وده کې دي او ټوله ساحه د زیتون بوټو په شنو ونو له امله ځانګړې ښکلا لري.
د درېيم بلاک د مسؤل مدیر د معلوماتو له مخې، په دې بلاک کې شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکه زیتونو باغونو ته ځانګړې شوې، چې ونې یې دا مهال په مناسبه وده کې دي.
نوموړي زیاته کړه، له نېکه مرغه د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د رهبرۍ د پاملرنې له امله تمه ده چې په روان کال کې به له یادو زیتون باغونو څخه د زیتونو د پام وړ حاصلات ترلاسه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت په بېلابېلو فارمونو کې د باغدارۍ او کرنې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، چې موخه یې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا ده.
