د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام « يو ، اين ، ډي ، پي » له مسوول او ورسره راغلی مل پلاوي سره ناسته وکړه .

gharibmal_admin
Mon, Apr 13 2026 8:15 PM
۲

د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام « يو ، اين ، ډي ، پي » له مسوول او ورسره راغلی مل پلاوي سره ناسته وکړه .

د ا،م،ارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي نن په خپل کار ځای کې د ختیځ زون د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مسوول اناتولي بالوني او ورسره مل پلاوي سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ننګرهار د بهرنیو چارو ریاست مرستیال مولوي خالد سیف الله، د شرکت د مالي او اداري چارو رئیس محمدا جان راشد، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجینر حکمت الله معروف، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله سالک، او د مطبوعاتو عمومي مدیرسید همایون غریبمل ګډون درلود.

د ناستې په جریان کې د زیتونو د ځنځیري ارزښت د لوړولو، د زیتون تولیدي فابریکې د لا پرمختګ، او نورو اړوندو موضوعاتو لکه ددغه شرکت د اوبو د ۷۱ کیلومتره لوی نهر پراهمیت ، ولس ته يې په خېر ، ددې کمپلیکس سترې حیاتي پروژې د ټولو اړخونو په تړاو بحثونه او نظرونه شریک شول.

د ناستې په پای کې، ښاغلي اناتولي بالوني او ورسره پلاوي د ننګرهار وادي کرنیز،ا،م،ارتي شرکت د رهبرۍ په ملتیا د زیتون فابریکې، نجارۍ فابریکې، او زیتون باغونو له نږدې کتنه وکړه څو د تولید او ارزښت لړۍ د پرمختګ او همکاریو امکانات وڅېړل شي.

Latest news

BACK TO NEWS