هډې فارم کې د غنمو پراخ کښت؛ د حاصلاتو راټولولو « لو » بهیر به نږدې ورځو کې پېل شي .

gharibmal_admin
Tue, Apr 28 2026 2:23 PM
۵

هډې فارم کې د غنمو پراخ کښت؛ د حاصلاتو راټولولو « لو » بهیر به نږدې ورځو کې پېل شي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اړوند د هډې فارم د عبدالخېلو بلاک مسؤل مدير انجنيرعبيدالله «اميني » ننګرهار ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل ، سږکال په یاد بلاک کې پر پراخو کرنیزو ځمکو اصلاح شوي غنم کرل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د غنمو فصلونه په ښه وضعیت کې دي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو شاوخوا لسو ورځو په ترڅ کې د حاصلاتو راټولولو (لو) بهیر پیل شي.

د هغه په خبره، د اصلاح شویو تخمونو کارول او عصري کرنیزې لارې چارې د حاصلاتو په زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري.

 

Latest news

BACK TO NEWS