د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر شاوخوا ۲،۵۰۰ جریبه ځمکه د مۍ (ماش) ا،م،ا،رتي کښت ترسره شوی
د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر شاوخوا ۲،۵۰۰ جریبه ځمکه د مۍ (ماش) ا،م،ا،رتي کښت ترسره شوی .
د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د کرنیزو چارو رئیس، انجنیر حکمت الله معروف، د معلوماتو له مخې سږکال د یاد شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر شاوخوا ۲،۵۰۰ جریبه ځمکه د مۍ (ماش) امارتي کښت ترسره شوی دی.
د نوموړي په وینا، د مناسبو اقلیمي شرایطو، پر وخت کرنیزو خدمتونو او اغېزمنې پالنې له امله تمه کېږي چې له یاد کښت څخه به ښه او د پام وړ حاصل ترلاسه شي.
مسؤولین وایي، مۍ (ماش) د لوړ اقتصادي ارزښت ترڅنګ د خاورې د حاصلخېزۍ په لوړولو کې هم مهم رول لري.
دا نبات د نایتروجن د تثبیت له لارې د خاورې کیفیت ښه کوي او د کروندګرو د عوایدو په زیاتوالي کې د پام وړ اغېز لري.
همدارنګه، د مۍ (ماش) د دانې له راټولولو وروسته پاتې بوټي او پاڼې د څارویو لپاره لوړ کیفیت لرونکي، پروټین بډایه او مغذي خواړه برابروي، چې د څارویو د سالمې روزنې او روغتیا لپاره خورا ګټور ګڼل کېږي.
