که کوم طبعي افت نه و نو سږکال به د زیتون ، خرما ، مۍ « ماش » ، او نور پرېمانه حاصلات ولرو .

gharibmal_admin
Sat, Aug 01 2026 12:02 PM
۳

د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت د مطبوعاتو او اړیکو لوی مدیر او ویاند سیدهمایون غریب مل ننګرهار ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل : که کوم طبعي افت نه و نو سږکال به د زیتون ، خرما ، مۍ « ماش » ، او نور پرېمانه حاصلات ولرو .

نوموړي زیاته کړه ، د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د بشپړې رهبرۍ د دوامدارې پاملرنې، اغېزمن مدیریت او پر وخت کرنیزو خدمتونو په پایله کې، د زیتون باغونه سږکال د پام وړ حاصلاتو ته چمتو ښکاري،همدا اوس د زیتون ونې له ډېرو او باکیفیته مېوو ډکې دي او که د الله تعالی په فضل کوم طبیعي افت رامنځته نه شي، نو تمه ده چې سږکال به د زیتون حاصل د تېرو کلونو په پرتله ډېراوغوره وي.

#مطبوعات