د قرارداد ورکړې خبرتیا

gharibmal_admin
Wed, Aug 05 2026 8:29 AM
4

د قرارداد ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت په پام کې لري د سرخاب سیفون د محافظوي دېوال قرارداد له نجیب ولي ساختماني شرکت سره، چې د (D-24081) ګڼې جواز لرونکی دی او د جلال‌آباد ښار، قول اردو ته مخامخ، د تأسیساتو په ساحه کې موقعیت لري، ترسره کړي.

د قرارداد لومړنۍ بیه (۹۲۰,۱۶۰) نهه سوه شل زره او یو سل شپېته افغانۍ ده.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص کولای شي، که د دې قرارداد په اړه هر ډول نیوکه ولري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې خپله نیوکه د دلایلو په ذکر کولو سره، د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه ياد شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته، چې د کابل–جلال‌آباد پر عمومي سړک، سرخرود دوه‌سرکې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک کولو په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده او د تدارکاتي پروسې ټول قانوني پړاوونه بشپړ نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.