اړینه خبرتیا .!

gharibmal_admin
Thu, Jan 29 2026 1:28 PM
۵


اړینه خبرتیا
 .!د گرانو هیوادوالو د پاملرنې وړ
ننگرهار وادي كرنيز ا شرکت رهبري د عامه پوهاوئ د لوړولو او د قانوني نظم د ټينگښت پخاطر دغه خبرتیا تاسې ټولو قدرمنو هېوادوالو خاصتا د ننگرهار ولایت د اوو «۷»ولسوالیو ( سرخرود بهسودو ښيوه، بټې کوټ. رودات مهمندري او غنې خېلو ) درنو ولسونو په شمول د جلال آباد ښار قدر من ښاریانو سره شريکوي.
د یادو ساحو ټول عزتمند او شریف ولسونه چې دننگرهار وادي كرنيز ا شرکت (ننگرهار کانال) ریاست اړوند د پينځه ګونو فارمونو زراعتي ، باغي ، ځنكلاتي، مخروبه ځمکو دډرونټې څخه تر ۳۱ ويالې پورې د زابرونو (جرونو) حريمونو او د لوی کانال دواړو خواوو حریمونو سره همجواري ځمکې لري او يا هم د دې ریاست اړوند به غصبي ملكيتونو کې په خود سره توگه موقتاً استوگن دي ، لاندې څو مهمو سپارښتنو ته باید او شاید په جدي توگه پاملرنه وكړي.
۱: په غضبي ساحو کې هیڅ چاته اجازه نشته چې پېر او پلور ترسره کړي او يا هم پخه او نوی آبادي وکړي. 
۲: د دې شرکت اړوند ملكيتونو سره د همجوار و ځمکو مالکین باید د مدار حکم سند په موجودیت کې د ځمکې د پلورنې څخه مخکې دننگرهار وادي کرنیز ا شرکت ریاست ته مراجعه وکړي د خپلې ساحې د تفکیک او تثبیت وروسته دې اقدامات ترسره کړي.
۳: هغه اشخاص چې د دې شرکت سره په هره ساحه کې پلوان شريکی ځمكې لري او غواړي چې پخپله ځمکه کې موجوده ونې قطع كړي ، بايد مخکې د قطع کولو څخه د خپل ملکیت د اصلي مدار حکم سند موجودیت په صورت کې د رسمې عرض پاڼې په ذریعه دې د ځمکی اصلي مالک د ننگرهار وادي کرنيز ا شرکت ته عارض شي او د ځمکې د تفکيک او تثبيت وروسته دې د ونو په قطع کولو کې اقدامات ترسره کړي.
د یادو ساحو محترمو اوسېدونکو څخه احتراماته هیله کېږي چې پورته ذکر شوي موارد حتماً رعايت كړي ځكه چې د محافظ ټولي قوماندانې د دې شرکت د ټولو ملكيتونو ، تأسيساتو او اموالو د ساتنې، د غضب او ونو د سرقت دمخنيوي مسئولیت په غاه لري. 
که څوک غفلت او بي اعتنايي وكړي سرغړونكي اشخاص عدلي او قضایی ارگانونو ته معرفی کیږي.

 ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائیوي رياست لخوا