د تړون ورکړې خبرتیا

gharibmal_admin
Sun, Nov 02 2025 4:29 PM
۴

د تړون ورکړې خبرتیا

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د اړتیا وړ (۵۷) قلمه زراعتي افزارو او اجناسو د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې مطابق، ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري د (۵۷) قلمه زراعتي افزارو او اجناسو د تهيې او تدارک قرارداد د عمري خروټی تجارتي شرکت سره ترسره کړي.

یاد شرکت د (13542-0101) ګڼې سوداګریز جواز لرونکی دی او اصلي موقعیت یې د کابل ښار په ښار نو سیمه، څلورمه ناحیه کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (3,765,277.29) درې میلیونه اوه سوه شپږ اویا زره دوه سوه اوه اویا اعشاریه نهه ویشت افغانۍ ده.

هر حقیقي او حکمي شخص کولای شي د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، په صورت د نیوکې، خپله ليکلې اعتراضیه د مستند دلیلونو په ضمیمه کولو سره د دې خبرتیا د خپرېدو له نیټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. یاد مدیریت د کابل ـ جلال‌اباد عمومي سړک، سرخرود دو سرکه کې موقعیت لري.

دا خبرتیا د تړون د وروستي لاسلیک معنا نه لري، او تر هغې چې پورته ذکر شوې موده پای ته ونه رسېږي او راتلونکې قانوني کړنلارې بشپړې نه شي، تړون به لاسلیک نه شي.