د ننګرهار وادي کرنیز امارتی شرکت ۶ خالي بستونو لپاره له ۷۷ وړ کسانو ازموینه واخېستل شوه .
د ننګرهار وادي کرنیز امارتی شرکت ۶ خالي بستونو لپاره له ۷۷ وړ کسانو ازموینه واخېستل شوه .
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خالي بستونو بشپړولو او کار اهل کارته سپارلو په موخه تېره ورځ د شپږو (۶ ) بستونو کې د وړ مسلکي کسانو ګمارنې په موخه له ۷۷ حاضرو وړ کسانو لیکنۍ آزموینه واخېستل شوه.
یادو بستونو ته د لیکنۍ آزموینې لپاره د غورچاڼ شویو ۲۱۱ کسانو له ډلې ۷۷ تنو ګډون کړی ؤ، چې د مرکې« انټرويو / تقريري » پړاو وروسته به بريالي کسان په دندو وګمارل شي.
د ننګرهار وادي کرنیزامارتي شرکت اجرائیوي ریاست او بشپړه رهبري تل هڅه کوي چې د آزادې سيالۍ له لارې وړ او مسلکي کسان په خالي بستونو کې په دندو وګماري.
باید وویل شي تېرې ورځې لیکنۍ ازموینه د ا،م،ارتي شرکتونو لوی ریاست په استازولۍ د ننګرهار اوبو رسولو او فاضله اب رياست استازي ښاغلی عبدالله عزام، ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت درېيو رئیسانو هر یو مالي او اداري چارو رئیس محمداجان «راشد» ، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیرحکمت الله «معروف » ، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله «سالک» ، د کارکوونکو چارو امر شفیع الله «مدبر» او نورو عمومي مدیرانو په حضور او شتون کې واخستل شوه.
بايد وويل شي ، تېره ورځ د املاکي ځمکو د قضيو د تعقیب مدیریت ۲ بستونو لپاره ، د برق او تخنيک انجنير ۱ بست ، د بند او نهر انجنير ۱ بست ، تدارکاتو مدیریت ۱ بست ، ليجر او ژورنال ۱ بست ته ازموینه واخیستل شوه.
