د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت مالي او اداري چارو رياست ۲۵ تنو کارکوونکو لپاره د مالي حسابدارۍ دولس ورځنې روزنیز پروګرام پيل شو

gharibmal_admin
Mon, Sep 01 2025 10:07 AM
۷

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت مالي او اداري چارو رياست ۲۵ تنو کارکوونکو لپاره د مالي حسابدارۍ دولس ورځنې روزنیز پروګرام پيل شو

 

دغه روزنیز پروګرام چې د True View Audit and Consultancy Company له لوري وړاندې کېږي تېره ورځ پېل شو ، ترڅو د شرکت مالي چارې لا پياوړې، معياري او شفافې شي.

 

په دې روزنه کې به د مالي حسابدارۍ بنسټيز اصول، د مالي راپورونو معياري جوړښت، د عوایدو او مصارفو ثبت او د حسابونو شفاف مدیریت په تفصیل سره تشريح او عملي تمرينونه پرې وشي.

 

دننګرهار وادي کرنيز ا شرکت مسوولینو وويل، چې دغه روزنه به د مالي چارو د لا پياوړتیا، د حسابونو د لا روڼتیا او د معياري مالي سيستم په رامنځته کولو کې مهم او ارزښتناک ګام وي.

Latest news

BACK TO NEWS