د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت ۱۸ ټنه ګډ زیتوني اچار د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت ۱۸ ټنه ګډ زیتوني اچار د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت زیتون فابرېکه کې تولید شوي ۱۸ ټنه ګډ زیتوني اچار د ازادې، رڼې او شفافې داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
یاده داوطلبۍ تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د درېيو تنو رئیسانو په حضور کې ترسره شوه، چې پکې د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمتالله «سالک»، د مالي او اداري چارو رئیس محمدجان «راشد»، د کرنیزو چارو رئیس انجنیر حکمتالله «معروف »او نورو اړوند مسؤلینوګډون درلود.
په دې داوطلبۍ کې ۱۲ شرکتونو او اشخاصو برخه واخیسته، چې په پایله کې د خالد فیضان د خوراکي توکو تولیدي شرکت د داوطلبۍ ګټونکی وپېژندل شو، نوموړي یاد ګډ زیتوني اچار یو/ في کیلو په ۱۸۱ افغانۍ واخیستل.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ګډو زیتوني اچارو کې د زیتون دانې، د زیتون تېل، لیمو، آم، هوږه، سره مرچ، ګازرې او نور طبیعي مصالحهجات شامل دي، چې د ښه خوند ، لوړ کیفیت او صحي معیارونو له مخې چمتو شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دا ډول داوطلبیو له لارې د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه د کروندګرو او تولیدي شرکتونو لپاره د اقتصادي ودې او شفافې سوداګرۍ ښه فرصت برابروي.
