د چپرهار یو سیفون د ترمیم ساختماني پروژه اریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت ته په رسمي ډول وسپارل شوه
د چپرهار یو سیفون د ترمیم ساختماني پروژه اریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت ته په رسمي ډول وسپارل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهاروادي کرنیز امارتي شرکت د چپرهار یو سیفون د ترمیم ساختماني پروژه، د دغه شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د اوبولګولو د تخنیکي ساتنې او څارنې امر، انجنیر محمد صادق زهیر له لوري، په رسمي ډول اریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت ته وسپارل شوه.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د یادې پروژې چارې د ۷۵ کاري ورځو په موده کې بشپړې او له اساسي ترمیم او جوړولو وروسته سیفون بېرته د استفادې وړ وګرځول شي.
د پروژې د سپارلو په مراسمو کې د پروژې نظارت کوونکو انجنیرانو، د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د مطبوعاتو مسوول، د قراردادي شرکت مسوولینو او یو شمېر نورو اړوندو کسانو حضور درلود.
د پروژې یوه تن نظارت کوونکي انجنیر، عیسی شیرزاد، وویل چې دغه سیفون د تېرو اورښتونو او د زیاتو اوبو د راوتلو له امله زیانمن شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د سیفون له ترمیم سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي او د کورونو او کرنیزو ځمکو د زیاتو اوبو له احتمالي ګواښ څخه به په امن شي .
بل لور ته، د اریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت مسوول انجنیر رحیم الله سیلاب وايي، چې پر دې پروژه به شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به يې د ترمیم او جوړولو چارې پېل شي .
د نوموړي په وینا، د پروژې د تطبیق پر مهال به هره ورځ شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د سیفون د ترمیم او جوړولوچارې به د ۷۵ کاري ورځو په موده کې بشپړې شي.
سیلاب وویل چې په دې پروژه کې د شاوخوا ۴۰ مترو سنګارۍ دېوالونو جوړول، کندنکاري، د اوسپنیز کانکریټ کارونه، انګاف او نور ساختماني فعالیتونه شامل دي.
د مسوولینو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به سیفون بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
