ننګرهار وادي کرنیز ا-م-ا-رتي شرکت سږکال د اټکل له مخې د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید پلان لري.
ننګرهار وادي کرنیز ا-م-ا-رتي شرکت سږکال د اټکل له مخې د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید پلان لري.
د ا-م-ا-رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا-م-ا-رتي شرکت پلان لري چې سږکال شاوخوا ۱۶ ټنه زیتون اچار تولید او د هېوادوالو د اړتیاوو پوره کولو په موخه یې بازار ته وړاندې کړي.
د همدې موخې لپاره نن د یاد شرکت په دویم، درېیم او څلورم فارمونو کې د شنو زیتونو د راټولولو بهیر پیل شوی، چې له راټولولو وروسته به د اچار جوړولو په موخه د شرکت د زیتون فابریکې ته ولېږدول شي.
د پلان له مخې، د شنو زیتونو د راټولولو بهیر به راتلونکو څو ورځې نور هم دوام وکړي.
ننګرهار وادي کرنیز ا-م-ا-رتي شرکت هڅه کوي چې د خپلو کرنیزو محصولاتو په پروسس او د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي سره د هېوادوالو اړتیاوې پوره او د ملي تولیداتو د ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
