زيتون تېلو څخه د بوتلونو ډکولو ، بسته بندۍ ، لیبل لګولو رسمي پروسه پېل شوه.

زيتون تېلو څخه د بوتلونو ډکولو ، بسته بندۍ ، لیبل لګولو رسمي پروسه پېل شوه.
دننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس انجینر ندي الله «نيازی» او د زیتون فابریکې د امر مولوي اختر محمد «هاشمي » ، یو شمېر مدیرانو له لوري د زيتون تېلو څخه د بوتلونو ډکولو ، بسته بندۍ ، لیبل لګولو او پیک کارۍ پروسه په رسمي ډول پېل شوه.
ددې مراسمو د پرانستې پرمهال د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رئيس انجنير ندي الله « نيازی » وويلې، د زیتون تېلو په تولید کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی، په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې څه د پاڅه یو سل پنځه دیرش زره ۱۳۵.۰۰۰ لیتره زیتون تېل تولید شوي چې د پروسیس او بسته بندي چارې یې تازه پیل او په چټکۍ روانې دي.
ښاغلی نیازی وايي ، هره ورځ د زیتون له تېلو څخه شاوخوا ۴۰۰۰ بوتلونه ډکیږي. په وینا یې د بوتلونو ډکولو او بسته بندي پروسه به درۍ میاشتې ونیسي او ټولټال پنځه سوه زره ۵۰۰.۰۰۰ البته په بېلابېلو اندازو بوتله باکیفیته زیتون تېل به بازار ته وړاندې شي .
د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس په ټکو"دا پروسه نه يوازې د زيتون محصولاتو ته ارزښت زیاتوي، بلکې د کورنیو تولیداتو د پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د کورني او ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي .
د اقتصادي او کرنيزو چارو کارپوهانو په وينا، دغه ډول فعاليتونه به د افغان بزګرانو لپاره يو ښه بازار رامنځته کړي، د وارداتو مخه به ونيسي او خلک به د کورنيو او معیاري محصولاتو او تولیداتو کارولو ته وهڅوي.
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اړوند د زیتون د پروسس او بسته بندي فابریکه چې له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې فعاله ده اوس مهال د ۴۱ کارکونکو په درلودو سره په دې برخه کې په معیاري ډول خدمات ترسره کوي.
باید وویل شي ، د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د هېواد ستره تاریخي، کرنیزه او اقتصادي پروژه ده چې له ۱۳۴۲ لمریز کال راهیسې د کرنې، مالدارۍ او لبنیاتو په ډګر کې د پام وړ فعالیت کوي.