د ۲۷۰۰ خرما ونو له بڼ څخه د پرېمانه حاصلاتو تمه .!

gharibmal_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۴
۸

د ۲۷۰۰ خرما ونو له بڼ څخه د پرېمانه حاصلاتو تمه  .!

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د هډې فارم په دوهم بلاک کې ۴۰ جریبه پراخ خرما بڼ تازه مېوه نیولې ده او که کومه طبعي یا سماوي ستونزه پېښه نه شي، نو ان شاء الله سږکال به له دغه بڼ څخه د خرما پراخ او پرېمانه حاصلات راټول شي.

په دې بڼ کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ نوعه ونې کرل شوې دي چې ځانګړی خوند او لوړ کیفیت لري.

تېر کال د دغه بڼ شاوخوا شل ټنه حاصلات د ږلۍ او ورښتونو له امله له منځه لاړل، خو سږکال د ښه موسم په هیله یو ځل بیا د حاصلاتو تمه شته.

د یادونې وړ ده چې د همدې بڼ ترڅنګ په ۲۵ جریبه ځمکه یو بل خرما بڼ هم جوړ شوی، چې په راتلونکو کلونو کې به د حاصلاتو په برخه کې نوې هیلې راوټوکوي.

#مطبوعات .

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS