ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د زیتون ، ستروس بڼوڼو ترڅنګ خرما باغونو هم لري .

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د زیتون ، ستروس بڼوڼو ترڅنګ خرما باغونو هم لري .
ننګرهار ولایت د خپل معتدل او ګرم اقلیم له امله د خرما د کرکیلې لپاره په ټولیزه توګه مناسبه او جوړه ده .
د همدې له مخې ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت هڅه کوي چې د نورو مېوه لرونکو بڼونو تر څنګ د خرما کرکیلې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هېوادوالو د اقتصادي ودې لپاره نوې لارې پرانیزي.
یاد ا شرکت له نېکه مرغه په خپلو څلورو میکانیزه فارمونو کې یوازې د زیتون او ستروسو باغونه نه لري، بلکې د خرما باغونو ته هم ځانګړی ځای ورکړل شوی دی.
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د پلان له مخې، په راتلونکو کلونو کې به د خرما د بڼونو د لا زیاتې ودې او پراختیا لپاره جدي ګامونه پورته شي.
اوس مهال په هډې فارم کې د دوهم بلاک په ۶۵ جریبه ځمکه کې د خرما باغونه ولاړ دي.
له دې جملې څخه یوازې په ۴۰ جریبه کې شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله اعلی بوټي کرل شوي چې هر کال یې حاصل راټولیږي.
دغه حاصلات د ننګرهار په کرنیز سکتور کې د خرما د کرکیلې په برخه کې د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.
د کرنې او اقتصاد کارپوهان باور لري ، چې د خرما کرکیله نه یوازې د بڼوالو اقتصادي حالت پیاوړی کوي، بلکې د ګڼ شمېر بېروزګاره هېوادوالو لپاره د کار زمینه هم برابروي.
د دوی په وینا، دا ډول بڼوالي د ملي او کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د ځانبسیا په لور یو مهم ګام دی.
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت هیله لري چې د درنو ننګرهاریانو او هېوادوالو په ګډ ملاتړ، د خرما کرکیله به د هېواد په کرنیز سکتور کې یوه بله بریالۍ تجربه وګرځي او د افغانستان د کرنې او اقتصاد د ودې لپاره به یو نوی باب پرانیزي.
#مطبوعات .