ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت // سږکال به ۴۰ سلنه زیات زیتون تېل ترلاسه کړو .
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت // سږکال به ۴۰ سلنه زیات زیتون تېل ترلاسه کړو .
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرائيوي رئیس سیدمحمد نعیم «محمدي » ، ددغه ا شرکت مالي او اداري چارو رئیس محمداجان «راشد» ، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس انجنیر ندي الله «نیازی » د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله «معروف » د زیتون فابرېکې امر مولوي اختر محمد هاشمي او ګڼو نورو مسوولینو په حضور کې د زیتون تېلو پرسېس رسمي پرانسته ترسره شوه .
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرائیوې رئیس د پرانستې پرمهال رسنیو سره په خبرو کې وویل ، نن ورځ مونږ او تاسې د هېواد د کرنیز سکتور په یوه مهمه لاسته راوړنه « د زیتون د حاصلاتو څخه د تېلو د پروسس د رسمي پرانستې په مناسبت سره راټول شوي یو» ، دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی، چې سږکال به د زیتون د تېلو تولید د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات وي.
ښاغلي سید محمد نعیم محمدي زیاته کړه ، د اټکلونو پر بنسټ، سږکال به د زیتون د تېلو تولید شاوخوا « ۱۹۰ زره لیتره » وي « تېرکال ۱۳۵۵۰۰ لیتره و» ، سږکال شاوخوا ۵۵ زره لیتره به زیتون تېل زیات وي د تېرکال په پرتله .
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرائیوې رئیس وړاندې وویل ، تېر کال د زیتون ټول حاصلات شاوخوا ۱۱ سوه ټنه وو ، خو سږکال به د یادو حاصلاتو کچه شاوخوا ۱۶سوه ټنه اټکل شوې چې دا د تولید د پراختیا، ښه مدیریت، او د باغدارۍ د سکتور د ودې یوه څرګنده نښه ده.
د زیتون تېلو د پروسس ننۍ پرانسته نه یوازې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یو لوی پرمختګ دی، بلکې د معیاري تولید، کورني اقتصاد پیاوړتیا، او د زیتون صنعت دوامدار پرمختګ ته هم مهم ګام دی.
باید وویل شي ننګرهار وادي کرنیز اشرکت سږکال پلان لري چې ۵۰ زره د زیتون نوی نیالګي کینوي اوتر ۱۴۰۷ کال پورې به د پلان له مخې ټول تخریب شوي زیتون باغونه بیا احداث / احیا کړي .
هېره نه کړو چې د ننګرهار کانال ددې سترې او ملي پروژې د تاسیس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې زیتون باغونه جوړ شوي و خو انقلابي ناسازه شرایطو يې نږدې ۱۳۸۰ هکتاره زیتون باغونه تخریب او له منځه یووړل اوس د ننګرهار وادي کرنیز اشرکت په څلورګونو فارمونو کې په شاوخوا ۱۸۰۰ هکتاره ځمکې زیتون باغونه ولاړ دي .
