د تړون د ورکړې خبرتیا

gharibmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۶:۲۱
۵

د تړون د ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اړتیا وړ (۱۱) قلمه زراعتي درملو قرارداد د «حسیب ولي‌زاده زراعتي او مالدارۍ شرکت» سره ترسره کولو هوډ لري.

یاد شرکت د (89535) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې د جلال‌اباد ښار دوهمه ناحیه – سري کوڅه کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (6,146,210) شپږ میلیونه، یو سل او شپږ څلوېښت زره، دوه سوه او لس افغانۍ ده.

حقیقي او حکمي اشخاص کولای شي، که هر ډول نیوکه لري، نو د تدارکاتو قانون د (50) مادې سره سم خپله مستند او په دلیل ولاړه لیکلې نیوکه د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

یاده اداره د کابل ـ جلال‌اباد عمومي سړک، سرخرود دو سرکه کې موقعیت لري.

یاده دې وي چې دا خبرتیا د تړون د لاسلیک په معنی نه ده. تر هغه چې ټاکلې موده پوره او ټول قانوني پړاوونه بشپړ نشي، تړون به لاسلیک نه‌شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS