د ننګرهار وادي کرنیزامارتي شرکت ۸ خالي بستونو لپاره له ۹۰ وړ کسانو ازموینه واخېستل شوه .

gharibmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۸:۳
۴

د ننګرهار وادي کرنیزامارتي شرکت ۸ خالي بستونو لپاره له ۹۰ وړ کسانو ازموینه واخېستل شوه .

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیزامارتي شرکت د خالي بستونو بشپړولو او کار اهل کارته سپارلو په موخه، اتو (۸ ) بستونو کې د وړ مسلکي کسانو ګمارنې په موخه له ۹۰ حاضرو وړ کسانو لیکنۍ آزموینه واخېستله.

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند یادو بستونو ته د لیکنۍ آزموینې لپاره د غورچاڼ شویو ۱۶۸کسانو له ډلې ۹۰ تنو ګډون کړی ؤ، چې د مرکې له پړاو وروسته به وړ کسان په دندو وګمارل شي.

 

د ننګرهار وادي کرنیز ا، م،ارتي شرکت بشپړه رهبري تل هڅه کوي چې د آزادې سيالۍ له لارې وړ او مسلکي کسان په خالي بستونو کې په دندو وګماري.

 

باید وویل شي ننۍ لیکنۍ ازموینه د امارتي شرکتونو لوی ریاست په استازولۍ د ننګرهار اوبو رسولو او فاضله اب رئیس مولوي یارمحمد «محمدي» ، ننګرهار وادي کرنیز ا، م،ارتي شرکت دوو رئیسانو هر یو مالي او اداري چارو رئیس محمداجان «راشد» ، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله «سالک» ، د کارکوونکو چارو امر شفیع الله «مدبر» او نورو عمومي مدیرانو په حضور او شتون کې واخستل شوه .

 

هېره دې نه وي چې د پاتې ۱۲ بستونو لپاره به هم په نږدې ورځو کې په نوبت سره ازموینه واخستل شي او له قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته به وړ کسان په دندو وګمارل شي او همدارنګه د اخستل شوو ۱۲ بستونو څخه چې کوم کسان بریالي شوي ترې به په یوه ورځ مرکې « انټرویو » واخستل شي .

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS