اعلان

gharibmal_admin
Sun, Oct 11 2026 12:54 PM
6

اعلان

د تدارکاتو قانون د درې څلويښتمې مادي دويمې فقرې سره سم،ټولو داؤطلبانو ته خبر ورکول کيږي چې د ا-ما-ر-تي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنيز ا-ما-ر-تي شرکت په پام کې لري د مالدارۍ اجناسو او افزارو قرارداد (حسيب ولي زاده زراعتي او مالدارۍ خذمتونو شرکت )سره چې (۸۹۵۳۵)ګڼې جواز لرونکی اوپه دوهمه ناحيه ، سرې کوڅه ، شاه محمود مارکيټ ، جلال آباد کې موقعيت لري تر سره کړي . 

دقرارداد لومړنۍ بيه په (۵۹۱۳۷۲۰)پينځه ميليونه نهه سوه ديارلس زره اوه سوه شل  افغانۍ ده.

 

حقيقي او حکمي اشخاص د هر ډول نيوکو په صورت کې کولاي شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمي مادې سره سم خپله نيوکه په ليکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د ملي تدارکاتو محترم کميسيون د (۱۰۱۱)ګڼه او ۱۲/۶/۱۴۴۷ نېټې فېصلي ددوهمي مادي (۶)فقري په پام کې نيولو سره د اعلاناتو د خپريدو له نېټې څخه تر (۵)کاري ورځو پوري د ننګرهار وادي کرنيز ا-ما-ر-تي شرکت تدارکاتو عمومي مديريت ته چې د کابل ـ جلال اباد عمومي سرک ، سرخرود دوسرکه کې موقعيت لري وسپاري .

داخبرتيا د تړون د لاسليک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوي مودي او د راتلونکو قانوني پړاؤنو تر بشپړيدو پورې تړون نه لاسليک کيږي  .