دننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون تېل او زيتون اچار بهرنيو بازارونو ته د صادرېدو په درشل کې .
دننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون تېل او زيتون اچار بهرنيو بازارونو ته د صادرېدو په درشل کې .
د ازبکستان هېواد د «یوباف» خصوصي شرکت استازو د ا-ما-ر-تي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون تېلو او اچار د پېرلو او ازبکستان او د نړۍ نورو بازارونو ته د صادرولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په همدې موخه، تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي په کاري دفتر کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د یاد شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله سالک، د مالي او اداري چارو رئیس محمد اجان راشد، د فروشاتو لوی مدیر انجنیر امیرالله، د مطبوعاتو لوی مدیر سید همایون غریب مل او د ازبکستان د «یوباف» خصوصي شرکت استازو، عبدالرسول او اعظم، ګډون کړی و.
د ناستې پر مهال د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون محصولاتو د پېرلو، بهرنیو بازارونو ته د لېږد، د زیتون فابریکې د عصري ماشینآلاتو په وسیله د سمبالولو، د تولیدي ظرفیت د لوړولو او د یاد شرکت د محصولاتو د صادراتو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. همدارنګه، د سوداګریزو همکاریو پر نورو فرصتونو هم بحث وشو.
د ازبکستاني خصوصي شرکت استازو د لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون له فابریکې او بڼونو څخه هم لیدنه وکړه او د زیتون د تولید، پروسس او بستهبندۍ له بهیر سره له نږدې بلد شول.
تمه ده چې د دغو خبرو او احتمالي همکاریو له لارې به د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون محصولاتو ته په بهرنیو بازارونو کې د لاسرسي زمینه پراخه، د تولید او پروسس ظرفیت پیاوړی او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ودې لپاره نوي فرصتونه برابر شي.
