د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا/رتي شرکت د مالدارۍ فارم د شیدو تولید زیات شوی.
د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا/رتي شرکت د مالدارۍ فارم د شیدو تولید زیات شوی. د ا،م،ا/رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،/ارتي شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د مالدارۍ فارم عمومي امر انجنیر شکرالله نورزي وايي، چې د هډې فارم په مالدارۍ فارم کې له ۳۰۶ غواګانو څخه ۶۳ یې شیدې ورکوي او هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې تولیدېږي. نوموړی زیاتوي، د فارم د څارویو د سالمې ساتنې او مناسبې تغذیې لپاره لازم تدابیر نیول شوي او د اوړي د ګرمۍ د کمولو په موخه شته څارويو ته د اوبو فوارې هم نصب شوې دي. د یادونې وړ ده، چې دغه مالدارۍ فارم د هډې فارم په ۱۹.۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې چارې یې د ۲۵ تنو کارکوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي. همداراز، د څارویو د روغتیا لپاره مجهز درملتون او مسلکي وترنران هم لري.
