ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خپلو قوریو معیاري او سالم مالټه بوټي خپلو قراردادي کرنیزو شرکتونو ته وړاندې کوي .

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۰:۵۷
۳

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خپلو قوریو معیاري او سالم مالټه بوټي خپلو قراردادي کرنیزو شرکتونو ته وړاندې کوي .

ننګرهار وادي کرنیزا شرکت خپلو محترمو قراردادي کرنیزو شرکتونو او درنو بڼوالو ته خبر ورکوي چې په خپلو معیاري قوریو کې یې اعلی، او سالم مالټه بوټي د مسلکي اصولو له مخې روزلي او چمتو کړي دي.

یاد مالټه بوټي د لوړ حاصل، ښه کیفیت او د سیمې له اقلیمي شرایطو سره د بشپړ تطابق ځانګړتیاوې لري، چې د بڼونو د پراختیا او اقتصادي پیاوړتیا لپاره غوره انتخاب ګڼل کېږي.

له همدې امله، له ټولو درنو بڼوالو او قراردادي کرنیزو شرکتونو څخه هیله کېږي چې له دې مناسب فرصت څخه ګټه پورته کړي او د خپلو بڼونو د لا پراختیا لپاره یاد معیاري مالټه بوټي ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS