د ا،م،ا، رتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او یو شمېر نورو مسؤولینو په ملتیا، د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت له يو شمېر ميکانيزه فارمونو اوبېلابېلو برخو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.

دا لېدنه چې ترسره ورځ ترسره شوه په کې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي، ددې ا شرکت درې نورو رئیسانو او اړوندو مسؤولینو ورسره ملتیا کوله.
پلاوي د یاد ا،م،ا،ر،تي شرکت د ګڼو فعالو برخو ترڅنګ د نجارۍ فابریکې، د زیتونو د پروسس فابریکې او د ماشینرۍ له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال، د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت روان فعالیتونه مثبت وارزول او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د لا چټکتیا، اغېزمنتیا په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت مسؤولینو د چارو د کیفیت او چټکتیا ډاډ ورکړ او د رهبري له لوري یې په ځینو تخنیکي، پراختيايي او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .