دهډې فارم د اوبو دوهم واټرپمپ د کاسې پاکونې ،ځینو برخو ترمیم او نورې چارې د بشپړیدو په درشل کې دي .

gharibmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۳۱
1

دهډې فارم د اوبو دوهم واټرپمپ د کاسې پاکونې ،ځینو برخو ترمیم او نورې چارې د بشپړیدو په درشل کې دي .

د هډې فارم د اوبو دوهم واټرپمپ هغه مهمه او بارزښته ساحه ده چې د اوبو او لمریزې برېښنا په وسیله د نږدې لس زره (۱۰٬۰۰۰) جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره اوبه برابروي.

 د همدې اوبو په مټ د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون باغونه، ستروس باغونه، د هډې فارم کرنیزې ځمکې او همدارنګه د هډې فارم د شاوخوا سیمو د اهالیو ځمکې خړوبېږي.

د یاد واټرپمپ د اوبو کاسې چې شاوخوا یو کال پکې د پاکونې چارې نه وې ترسره شوې، د خځلو، ناپاکیو، خشاکو او رسوبي موادو څخه ډکه شوې وه.

اوس د اړتیا له مخې د دغې کاسې د پاکونې چارې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د اوبو د کاسې د رسوبي موادو پاکونه د اړتیا په صورت کې په کال کې یو ځل ترسره کېږي.

د دې کاسې د پاکونې ، ترمیم او اړونده نورې چارې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت  د کرنیزو او تخنیکي  چارو ریاست اړوند د اوبو لګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امریت امر ، ددغه امریت د مدیرانو ، فني او مسلکي کارګرو ، شته وسایطو او د سیمې د یو شمېر اهالیو په همکارۍ ترسره شوې دي.

د یادې پاکونې اصلي موخه دا ده چې واټرپمپونو ته په منظم ډول د اوبو رسول او پورته کول یقیني شي، تر څو اړوندو کرنیزو ساحو ته اوبه پر وخت ورسېږي.

په دې ساحه کې ټولټال څلور (۴) پايي د اوبو برېښنا واټرپمپونه شتون لري، چې دوه پايي یې روسي او دوه پايي یې چینایي دي، او همدارنګه دوه (۲) پايي د لمریزې برېښنا واټرپمپونه هم فعال دي.

د کاسې د پاکونې، د واټرپمپونو ترمیم او د دروازو د ترمیم پر چارو شاوخوا سل زره (۱۰۰٬۰۰۰) افغانۍ لګښت اټکل شوی، چې ټاکل شوې د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې یې چارې په بشپړه توګه بشپړې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS