تمه ده چې سږکال به د‌ هډې فارم د درېيم بلاک د زيتون باغونو حاصلات زيات وي .

gharibmal_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۲:۴
۱

تمه ده چې سږکال به د‌ هډې فارم د درېيم بلاک د زيتون باغونو حاصلات زيات وي .

ددغې بلاک زيتون باغونو زيتون ونو تازه ګلان نېولي « انځورونو کې ښکاري »

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د هډې فارم درېيم بلاک چې شاوخوا ۱۱۶۰ جريبه مساحت لري، د زراعتي او جغرافيايي ارزښت له مخې مهم ګڼل کېږي.

په دې بلاک کې په ۲۳۵ جريبه ځمکې مالټه‌ باغونه ،‌ ۸۰۰ جريبه ځمکې زيتون باغونه ، او په ۱۲۵ جريبه ځمکې ځنګلونه کرل شوي دي.

ددې بلاک د مسوول مدير اسدالله په وينا، تېر کال ددې بلاک له زيتون باغونو څخه يې شاوخوا « ۱۸۱ » ټنه زيتون دانې راټولې او د پروسېس لپاره زيتون فابريکی ته انتقال شوی دي.

نوموړی وایې ، د زيتون حاصل د زياتوالي لپاره د ياد بلاک اړوند ۱۵۵ هکتاره ځمکه نرمکاري شوی، زاړه لښتي وېستل شوي، او د زيتون بوټو لپاره چې اوبه په کې ذخیره شي ځانګړې کاسې جوړې شوې دي.

همداراز، د کرنې د ودې لپاره توره او سپينه سره هم استعمال شوی ده.

د هډې فارم مسؤلين هيله لري چې د دې اقداماتو له برکته به سږکال د زيتونو حاصلات لا ډېر شي.

د‌يادونې‌ده چې ، د‌ننګرهار کانال د سترې او ملي پروژې د‌تاسيس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې زيتون باغونه جوړ شوي و ، له بده مرغه انقلابي ناسازه شرایطو او کورنيو جنګونو له امله ۱۳۸۰ هکتاره زيتون باغونه له منځه تللي اوس د ۴ ګونو فارمونو په شاوخوا ۱۸۰۰ هکتاره ځمکې زيتون باغونه پاتې دي .

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS