ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس د درېيم فارم سپين خوړ محافظوي پولو د بيا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.

gharibmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۴۸
۴

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس د درېيم فارم سپين خوړ محافظوي پولو د بيا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » د درېيم فارم اړوند د پنځم او شپږم بلاکونو ترمنځ د سپين خوړ تخريب شويو محافظوي پولو د بيا ترميم او جوړولو او رسوباتو پاکولو له روانو چارو څخه کتنه وکړه.

نوموړي سره پدې لېدنه کې د‌درېيم فارم د زراعت عمومي مدير انجنير عتیق الله او نور هم مله و .

د‌ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس ددې ليدنې په ترڅ کې مسوولينو ته د کار د لا ښه پرمختګ لپاره لازمي لارښوونې وکړې او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

همداراز، د نوموړي له‌خوا د ماشينونو ډریوران د هڅونې په موخه په نغدي ډالیو ونازول شول.

په ورته مهال د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » د ۲۳ او ۲۴ نمبر ويالو څخه هم د اوبو د تنظیم په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ، ترڅو د اوبو مدیریت په مؤثره توګه ترسره شي ، او اوبه کرنیزو سیمو ته په عادلانه او مؤثر ډول ورسېږي.

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت دخپلو کروندګرو د خدمت، او د زراعت د ودې په موخه خپل تعهد ته ژمن دی .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS