د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس د افغان پانګوالو او سوداګرو ټولنې له رئیس سره وکتل.

gharibmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۳۳
6

د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس د افغان پانګوالو او سوداګرو ټولنې له رئیس سره وکتل.

د ا.ا.ا شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم «محمدي»، د افغان پانګوالو او سوداګرو ټولنې (AIBA) له رئیس احسان الله کامه‌وال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په پیل کې، ښاغلي سید محمد نعیم محمدي د افغان پانګوالو او سوداګرو ټولنې رئیس احسان الله کامه‌وال او ورسره مل پلاوي، چې په کې شفیع الله بابرزی او انعام الله میاخېل شامل وو، ښه راغلاست ووایه.

 

ورپسې، د افغان پانګوالو او سوداګرو ټولنې رئیس احسان الله کامه‌وال د هرکلي له امله مننه وکړه او ویې ویل، په ترکیه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه هڅه کوي چې د افغان سوداګرو او بهرنیو شریکانو ترمنځ د همکارۍ پُل جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه، د دوی د فعالیتونو موخه افغانستان ته د پانګوالو جذب، د نوو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول، او د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو پر وړاندې د افغاني محصولاتو د کیفیت او تنوع معرفي کول دي.

 

په دې ناسته کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مطبوعاتو عمومي مدیر سید همایون غریب‌مل او د ځمکو قراردادونو عمومي مدیر ذاکرالله شیرزاد هم حضور درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS