اعلان موضوع: د پرې شوو او چپه شوو ونو د بیخونو د خرڅلاو د داوطلبۍ په اړه
اعلان
موضوع: د پرې شوو او چپه شوو ونو د بیخونو د خرڅلاو د داوطلبۍ په اړه
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي چې د خپلو څلورو فارمونو (هډې فارم، دوهم فارم، درېیم فارم او څلورم فارم) کې د پرې شوو او چپه شوو ونو بیخونه د څلورو جلا، جلا قراردادونو له مخې وپلوري.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د اخیستلو علاقه او نیت لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) اوو کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د فروشاتو او بازار موندنې امریت ته وسپاري.
شرطپاڼه د یاد امریت له دفتره کتل کېدای شي، او د تضمین اندازه به د مقرراتو سره سم په نغدو ډول د داوطلبۍ په ورځ ترې واخيستل شي.
