د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت نویو ګمارل شوو کارکوونکو لپاره د مدیریت په برخه کې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت نویو ګمارل شوو کارکوونکو لپاره د مدیریت په برخه کې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
ننګرهار – یکشنبه، ۱۲ تلی ۱۴۰۵
د ا،م،ا،ر،تي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت د مالي او اداري چارو ریاست د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست په همکارۍ، د یاد شرکت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د اداري او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د دغه روزنیز پروګرام موخه د نویو کارکوونکو د اداري مهارتونو پیاوړتیا، د پلان جوړونې د اصولو او مهارتونو زده کړه، د کاري ظرفیت لوړول او د دندو د لا اغېزمن ترسره کولو لپاره د هغوی چمتو کول دي.
د روزنیز پروګرام د پیل په مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت سرپرست او د سوداګرۍ رئیس مولوي نعمت الله سالک، د مالي او اداري چارو رئیس محمداجان راشد، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف، د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت استاد رباني زلمی، د کارکوونکو چارو آمر، د هډې فارم آمر، د ریاست مقام دفتر آمر، د پلان آمر، د مطبوعاتو لوی مدیر او د یاد شرکت نویو ګمارل شویو کارکوونکو ګډون کړی و.
د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،/ا،رتي شرکت سرپرست او د سوداګرۍ رئیس مولوي نعمت الله سالک د پروګرام د پرانیستې پر مهال وویل، د ظرفیت لوړونې دغه ډول روزنیز پروګرامونه د نویو کارکوونکو د مسلکي ودې، د اداري چارو د ښه تنظیم، د پلان جوړونې د اصولو د زده کړې او د دندو د لا اغېزمن ترسره کولو لپاره مهم دي.
نوموړي زیاته کړه چې د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیت لوړول د ادارې د پرمختګ، د چارو د ښه والي او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره بنسټیز ارزښت لري.
د هغه په وینا، هر څومره چې کارکوونکي په مسلکي پوهه او اداري مهارتونو سمبال وي، په هماغه کچه کولای شي خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره او د ادارې د چارو د لا ښه والي په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
ښاغلي سالک د ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست اړوند د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له امریت څخه د دغه روزنیز پروګرام د ترسره کېدو په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ګډونوال به له دې روزنیز فرصت څخه په اغېزمنه توګه استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده چې دغه پنځه ورځنی روزنیز پروګرام د ننګرهار وادي کرنیز شرکت او دختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو او روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په موخه د شوي درې کلنهوکړه لیک پر بنسټ ترسره کېږي.
