دننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون تېل او زيتون اچار بهرنيو بازارونو ته د صادرېدو په درشل کې .

gharibmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۷
۲

 

دننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون تېل او زيتون اچار بهرنيو بازارونو ته د صادرېدو په درشل کې .

د ازبکستان هېواد د «یوباف» خصوصي شرکت استازو د ا-ما-ر-تي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون تېلو او اچار د پېرلو او ازبکستان او د نړۍ نورو بازارونو ته د صادرولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په همدې موخه، تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي په کاري دفتر کې ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د یاد شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله سالک، د مالي او اداري چارو رئیس محمد اجان راشد، د فروشاتو لوی مدیر انجنیر امیرالله، د مطبوعاتو لوی مدیر سید همایون غریب مل او د ازبکستان د «یوباف» خصوصي شرکت استازو، عبدالرسول او اعظم، ګډون کړی و.

د ناستې پر مهال د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون محصولاتو د پېرلو، بهرنیو بازارونو ته د لېږد، د زیتون فابریکې د عصري ماشین‌آلاتو په وسیله د سمبالولو، د تولیدي ظرفیت د لوړولو او د یاد شرکت د محصولاتو د صادراتو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. همدارنګه، د سوداګریزو همکاریو پر نورو فرصتونو هم بحث وشو.

د ازبکستاني خصوصي شرکت استازو د لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون له فابریکې او بڼونو څخه هم لیدنه وکړه او د زیتون د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ له بهیر سره له نږدې بلد شول.

تمه ده چې د دغو خبرو او احتمالي همکاریو له لارې به د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د زیتون محصولاتو ته په بهرنیو بازارونو کې د لاسرسي زمینه پراخه، د تولید او پروسس ظرفیت پیاوړی او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ودې لپاره نوي فرصتونه برابر شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS