د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس د ډرونټې بند او اړوندو برخو څخه ليدنه وکړه.

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس د ډرونټې بند او اړوندو برخو څخه ليدنه وکړه.
د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » چې د کرنيزو او تخنیکي چارو رئيس انجينر حکمت الله « معروف » ، د املاکو سرپرست امر نبي جان «بشري» ، د اوبو لګونې تخنيکي ساتنې اوڅارنې امر انجنير ګل احمد «چوپان »، د مطبوعاتو عمومي مدير سېد همايون « غریب مل » او نور ورسره مله و ، تېره ورځ يې ددې ا شرکت اړوند د ډرونټې اوبو بند، د اوبو د بهير او اړونده برخو څخه له نږدې ليدنه وکړه.
د يادې ليدنې موخه د ، د تاسيساتو تخنيکي حالت څېړنه ، د اوبو د منظم بهير څارنه ، د نهر وضعيت ، د اوبو جريان ارزونه ، د اوبو رسونې بهير ته لا ښه همغږۍ حالت او د لا ښه مديريت لپاره لازم تدابير نیول وو .
د ډرونټې د اوبو له ياد بند څخه د شاوخوا ۷۲ کيلومتره په اوږدوالي د اوبو اصلي نهر تېر دی ، چې ترې پدې مسير د ننګرهار ولایت پنځه ولسواليو د استوګنو يوه اندازه کرنيزې ځمکې او ددغه ا شرکت نږدې ۳۱ زره هکتاره زراعتي ځمکې خړوب وړتيا لري .
دغو مسؤلينو وويلې ،هڅه کوي ترڅو د زراعتي ځمکو لپاره اوبه پر وخت او عادلانه ډول وويشي ، کرهڼه لا ميکانيزه او دغه سکټور لا بهتره کړي ، او د خپلو محصولاتو او توليداتو کچه لا لوړه کړي .