د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس د ډرونټې بند او اړوندو برخو څخه ليدنه وکړه.

gharibmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۱
۸

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس د ډرونټې بند او اړوندو برخو څخه ليدنه وکړه.

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » چې د کرنيزو او تخنیکي چارو رئيس انجينر حکمت الله « معروف » ، د املاکو سرپرست امر نبي جان «بشري» ، د اوبو لګونې تخنيکي ساتنې اوڅارنې امر انجنير ګل احمد «چوپان »، د مطبوعاتو عمومي مدير سېد همايون « غریب مل » او نور ورسره مله و ، تېره ورځ  يې ددې ا شرکت اړوند د ډرونټې اوبو بند، د اوبو د بهير او اړونده برخو څخه له نږدې ليدنه وکړه.

د يادې ليدنې موخه د ، د تاسيساتو تخنيکي حالت څېړنه ، د اوبو د منظم بهير څارنه ، د نهر وضعيت ، د اوبو جريان ارزونه ، د اوبو رسونې بهير ته لا ښه همغږۍ حالت او د لا ښه مديريت لپاره لازم تدابير نیول وو .

د ډرونټې د اوبو له ياد بند څخه د شاوخوا ۷۲ کيلومتره په اوږدوالي د اوبو اصلي نهر تېر دی ، چې ترې پدې مسير د ننګرهار ولایت پنځه ولسواليو د استوګنو يوه اندازه کرنيزې ځمکې او ددغه ا شرکت  نږدې ۳۱ زره هکتاره زراعتي ځمکې خړوب وړتيا لري .

دغو مسؤلينو وويلې ،هڅه کوي ترڅو د زراعتي ځمکو لپاره اوبه پر وخت او عادلانه ډول وويشي ، کرهڼه لا ميکانيزه او دغه سکټور لا بهتره کړي ، او د خپلو محصولاتو او توليداتو کچه لا لوړه کړي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS