د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د ۵ خالي بستونو لپاره له ۱۲۴ تنو نوماندانو څخه لیکلې ازموینه واخیستل شوه.

gharibmal_admin
Wed, Jun 10 2026 2:34 PM
2

د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د ۵ خالي بستونو لپاره له ۱۲۴ تنو نوماندانو څخه لیکلې ازموینه واخیستل شوه.

د ا،م،ارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د بشري سرچینو د پیاوړتیا او خالي بستونو د بشپړولو په موخه، د ۵ خالي څلورم بستونو لپاره له ۱۲۴ تنو نوماندانو څخه لیکلې ازموینه واخیستل شوه.

یادې ازموینې ته د لومړني غورچاڼ له بهیر وروسته ۲۴۵ تنه نوماندان ورپېژندل شوي وو، چې له ډلې یې نن ۱۲۴ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ.

 ټاکل شوې ده چې له لیکلې ازموینې وروسته به د مرکې پړاو ترسره شي او بریالي او وړ نوماندان به د آزادې سیالۍ له لارې په یادو بستونو کې پر دندو وګمارل شي.

د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس سیدمحمد نعیم محمدي وايي ، د شفافیت، عدالت او وړتیا اصل ته په پام، تل هڅه کوي چې مسلکي او وړ کسان د آزادې سیالۍ له لارې په خالي بستونو کې وګماري، څو د ادارې کاري چارې لا اغېزمنې او معیاري شي.

دغه لیکلې ازموینه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي، د ا،م،ارتي شرکتونو لوی ریاست په استازیتوب د ننګرهار د اوبو رسولو او فاضله اوبو رئیس مولوي یارمحمد محمدي، د مالي او اداري چارو رئیس محمداجان راشد، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله سالک، د کارکوونکو چارو امر شفیع الله مدبر او یو شمېر نورو مسؤلینو او مدیرانو په حضور کې ترسره شوه.

Latest news

BACK TO NEWS