د درېيم فارم له استوګنيزې قصبې څخه ۶۹ غېرې مسووله کورونه تخليه او تصفيه شول.

gharibmal_admin
Sun, Apr 13 2025 3:37 PM
88

د درېيم فارم له استوګنيزې قصبې څخه ۶۹ غېرې مسووله کورونه تخليه او تصفيه شول.

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د درېيم فارم امر مولوي محمد ګل مطمئن وايي، د درېیم فارم له اړونده قصبې څخه په تېره شاوخوا يوه مياشت کې تر دی دمه ۶۹ هغه استوګنیز کورونه چې غېرې مسوول کسان پکې  مېشت وه ، د یاد فارم د مسوولینو او د ټولي محافظ په همکارۍ تخليه او تصفيه شوي دي‌«« د ياد اقدام موخه د استوګنيزو اماکنو منظمول،د دولتي شتمنيو خونديتوب ښودل شوې ده »» .

د درېيم فارم امر وايي چې دوي دغه چاره د‌شته فرمانونو او مشرانو په هدايت پېل کړی .

د معلوماتو له مخې، دغه استوګنيز کورونه پخوا د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د کارکوونکو او کارګرانو لپاره ځانګړي شوي وو، خو له تېرو درې لسيزو ناسازه شرايطو له امله پدغه استوګنيزو کورونو کې غېر مسؤوله کسانو ، پرته له اجازې مېشت او استوګن و ، چې ددوي د‌ډېرو رسمي فعاليتونو مخه يې نېولې وه.

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت مسوولین ټینګار کوي، چې له دې وروسته به پدغه ساحو کې هېڅ غیرې مسوول کس ته د استوګنې او مېشت کېدنې اجازه ورنه کړل شي،‌ همدارنګه دا لړۍ به تر هغې جريان ولري ترڅو پورې چې د ټول فارم د تعميراتو او جنګلاتي ساحاتو څخه غير مسؤل اشخاص ووځي .

هغوی له خلکو غوښتنه کړې چې د قانون پلي کېدو او‌ملي شتمنيو خونديتوب لپاره له ياد ا شرکت سره همکاري وکړي.

پورتنی انځورونه هغه کورونه ښايي چې تصفیه او تخليه شوی دي‌.

Latest news

BACK TO NEWS