د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هډې فارم له قراردادي کرنیزوشرکتونو سره وکتل
د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هډې فارم له قراردادي کرنیزوشرکتونو سره وکتل
د ا،ا،ا شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ، همکارۍ او د شته ستونزو د حل په موخه وکتل.
په دې ناسته کې د قراردادي شرکتونو استازو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له اجرائیوي رئیس سره شریک کړل. ښاغلي محمدي د هغوی خبرې په غور واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د قانوني او اصولي چوکاټ له مخې به د یادو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
نوموړي همداراز د شرکت د عوایدو د زیاتوالي او مالي نظم د پیاوړتیا په موخه له قراردادي شرکتونو او اجاره لرونکو وغوښتل چې خپل پاتې پورونه او مالي مکلفیتونه پر وخت تصفیه او ادا کړي.
د قراردادي شرکتونو استازو د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې خپل مالي مکلفیتونه به پر وخت ترسره کړي او د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سره به د ګډو موخو د تحقق لپاره نږدې همکاري روانه وساتي.
باید وویل شي په دې ناسته کې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د دفتر امر قاري احسان الله ذهان او د ځمکو قراردادونو لوی مدیر ذاکرالله شیرزاد او نورو حضور درلود .
