سږکال به زیتون اچار د تېر کال نه لس ټنه زیات وي

gharibmal_admin
Mon, Oct 13 2025 8:39 AM
5

د ننګرهار وادي کرنیز ا، م،ا، ر، تي شرکت د زیتون اچار جوړولو رسمي پروسه نن د تلې په ۲۰ مه د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس انجنیر ندي‌الله «نیازي»، د زیتون فابریکې امر مولوي اختر محمد هاشمي او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې پرانستل شوه.

ددې پروسې پرانستې پر مهال انجنیر ندي‌الله نیازی وویل، چې تېر کال زمونږ د شرکت له‌خوا ۳۰ ټنه زیتون اچار تولید شوی و، خو سږکال به د تولید اندازه تر پخوا ۱۰ ټنه زیاته وي.

 او ټولټال به ۴۰ ټنه زیتون اچار تولید او د هېوادوالو خدمت ته به وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د زیتون اچار جوړولو عملي پروسه به لس ورځې دوام وکړي، او د بشپړ اچار د ترلاسه کولو لپاره به شاوخوا څلوېښت ورځې وخت ونیول شي.

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د تاسیس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې زیتون باغونه جوړ شوي و ،  خو د تېرو کلونو انقلابي ، ناوړو حالاتو له امله شاوخوا ۱۳۴۰ هکتاره زیتون باغونه له منځه تللي دي.

د یاد شرکت د زیتون فابریکې تولیدات، په ځانګړي ډول زیتون اچار او زیتون تېل، د هېواد دننه او بهر ډېر مینه‌وال لري او د بازارونو له‌خوا په تود هرکلي سره مخ دي.

Latest news

BACK TO NEWS